IQNA

 د قاهرې په زینت(س) جومات کې د مصری قاریانو محفل ترسره کیږي

14:22 - May 16, 2024
د خبر لمبر: 3489231
ایکنا – د مصر اوقافو وزارت د قاهرې په سیده زینت(س) جومات کې د مصر د لوړپوړو او مشهورو قاریانو په شتون سره د کهف سورې د تلاؤ قرآني محفل د ترسره کیدا خبر ورکړی دی.

ایکنانیوز د الوطن له قوله راپور راکړ،د مصر اوقافو وزارت د قاهرې په سیده زینب(س) جومات کې د  مصر د مشهورو او لوړوپوړو قاریاو په شتون سره د قرآنی محفل د ترسره کیدا خبر ورکړ.

دغه محفل د قرآن کریم  دمینه والو او د قرآن د خدماتو  او همداراز په درست هیواد کې  د لوړپوړو قاریانو په شتون سره د قرآني محفلونو د پراختیا په اهتمام سره ترسره کیږي.

په دغه محفل کې چې د قاهرې په سیده زینب(س) جومات کې نن پنجشنبې ورځې ترسره کیږي،شیخ نعینع، شیخ محمود الخشت،شیخ طه النعماني، شیخ احمد تمیم المراغي،شیخ فتحی خلیف، شیخ کارم الحریري ، شیخ یوسف قاسم حلاوة،شیخ ابراهیم الغشنی  او ماهر الفرماوي ګډون کوي.

د سیده زینب(س)جومات  په مصر کې له اهل بیت(ع) سره منسوب یو جومات دی او د قاهرې یوترټولو مشهور  او همیشه  د مصر د لوړپوړو قاریانو د  قرآني محفل  کوربه دی. په وروستیو څو میاشتو کې د تعمیراتو کارونو د ترسره کیدا په دلیل  ددغو محفلونو ترسره کیدا دریدلې وه،  او د تعمیراتو د ختمیدا او ددغه جومات د بیرته پرانیستل کیدا  سره چې د مصر د ولسمشر په شتون سره پرانیستل  او مخ کتنه ئې شوې ده ، په سیده زینب (س) جومات کې د قرانی محفلونو ترسره کیدا هم بیرته پیل شوه.

همداراز قرآن کریم ته او د الهی کلام د تلاؤت  دپراختیا لپاره  هڅې ته د مصر د اوقافو وزارت د اهتمام په چوکاټ کې په جمعې ورځې هم د قاهرې په امام حسین(ع) جومات کې شیخ احمد نعینع د کهف سورې د تلاؤت په زړه پورې محفل لري.

https://iqna.ir/fa/news/4215930

captcha